د امريکا ولسمشر باراک اوباما خپلو هېوادوالو ته په خپله کلنۍ وينا کې وويل چې د سپتمبر د یوولسمې راهيسې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د امريکا جنګي ماموريت پای ته ورسېد.
ده وويل، د ۲۰۱۰میلادي کال راهيسې د ټولو سترو اقتصادي هېوادونو په پرتله په امريکا کې ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
اوباما وويل، امريکا وتوانېده چې د ايران د اټمي پروګرام مخه ونيسي او کېدای شي له دې هېواد سره يې د اټمي پروګرام په اړه بشپړه موافقه وشي.