د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وزیرستانه ستانه شوي افغان کډوال مرستې غواړي


خوست کې کډوال
خوست کې کډوال

له وزیرستان څخه خوست ته راغلي یو شمېر افغان کډوال وايي، چې دوی هم له هغه ځایه دپاکستان د پوځ د عملیاتو له کبله خوست ته راکډه شوي، خو دلته یوازې
وزیرستانیو کډوالو سره مرستې کیږي او دوی سره هېڅ ډول مرستې نه دي شوي.

د دوی له منځه څو تنو د نورو راستانه شویو افغان کډوالو په استازیتوب د
یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل، چې له وزیرستان څخه خوست ته د پکتیا،
پکتیکا او د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو زرګونه کورنۍ راغلي، خو چا ورسره مرسته نه ده کړې. :

((میاکي خان ځدراڼ نومیږم، موږ د شمالي وزیرستان څخه خوست ته راغلي یو،
خو موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې، پاکستانیو وروڼو سره کیږي، موږ هغې
مرستې ته خوشاله یو، خو باید موږ هم له پامه ونه غورځول شو، ځکه د دوی په
شان زموږ هم په میرانشا کې ستر تجارت و، موږ د افغان حکومت نه دا
ګیله ده چې بایده لږه مرسته موږ سره هم شوي وای.))

د تڼیو د سیمې اوسیدنکی نیک نواز وايي، چې په نویو را اوښتو کډوالو کې
داسې کورنۍ هم شته، چې په دې ساړه ژمي کې د خیمې د رانیولو وس او توان هم نه لري:

((زه نیک نواز د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی یم، موږ د شمالي وزیرستان نه راغلي
کډوال یو او دلته موږ سامان ته ډېر ضرورت لرو، ځکه ژمی دی، خلکو نه د کور ټول سامانونه پاتې شول، لکه څرنګه کومک چې د دوی سره کیږي، باید زموږ سره هم وشي، داسې خلک شته چې هېڅ سرپناه نه لري، د یوې خیمې وس نه لري او ډېر په تکلیف کې دي.))

د عبدالستار په نوم یو کس چې د کندوز ولایت اوسیدونکی دی، وايي د دوی
وطندارن چې د میرانشاه څخه را کډه شوي په دې ځای کې نه کور لري، نه ځمکه
او نه بل شی او له همدې کبله د سختو ستوزو سره مخامخ دي.

د عبدالفغار په نوم د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکی هم په ورته
توګه دوی سره د مرستو غوښتنه کوي.

بلخوا د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د وزیرستانه د راغلو افغان
کډوالو ستونزې او اړتیاوې پر ځای ګڼي او وايي، که څه هم دوی سره د IOM او
په خپله د مهاجرینو ریاست له خوا مرستې شوي، خو دی په دې برخه کې د
مرستندویه ټولنو د ډېرو مرستو غوښتنه کوي:

((د دقیق راپور پر اساس ویلای شم، چې د وزیرستان د ځايي کډوالو تر څنګ د
افغان کډوالو سره هم د پام وړ مرستې شوي دي، خو بیايې هم له دې کبله کافي
نه بولو، چې د دوی ستونزې او اړتیاوې زیاتې دي، په ناڅاپي ډول خوست ته
راغلي دي او دلته د مشکلاتو سره مخامخ دي، زموږ غوښتنه هم د مرکزي حکومت
د اړوندو وزارتونو او د نړیوالو مرستندویه ټولنو څخه داده، چې د دوی سره
پر وخت او لازمې مرستې وکړي، تر څو هغه ستونزې او مشکلات چې دوی ورسره
مخامخ دي، تر یوه بریده حل شي.))

خوست ته راغلي وزیرستاني او افغان کډوال د ژمي په دې سختو شپو ورځو کې د شته ستونزو شکایت کوي، دوی وايي، چې د ګلان کېمپ څخه دباندې په ولسوالیو او کلیو کې اوسیدونکي کډوال د مرسته کوونکو ادارو او موسسو له پامه لویدلي دي.

XS
SM
MD
LG