د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پوليسو ۳۱۰ ميله وسلې ډایاګ ته تسليم کړې


جلال اباد کې ډایاګ ته سپارل شوې وسله
جلال اباد کې ډایاګ ته سپارل شوې وسله

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضددمبارزې مديريت ۳۱۰ ميله هغه وسلې چې په بیلابيلو پيښو او عملياتو کې يې لاسته راوړې وې، د اتوار په ورځ د ډایاګ د پروسې مسوولينو ته وسپارلې.


په دې موقع د ننګرهار امينه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد وويل، يادې وسلې يې دافغان ګډو امنیتي ځواکونو سره د پلټنې په عملیاتو، امنیتي پوستو او د دولت له وسله والو مخالفينو سره په مخامخ جګړو کې لاسته راوړې وې.


د ننګرهار مرستیال والي محمد حنيف ګرديوال په ننګرهار کې د ګډو امنیتي ځواکونو د هڅو ستاينه وکړه او ويې ويل،وياړي چې د ننګرهار ګډو امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ له برکته د دغه ولايت د امنيت د ټينګښت لپاره نه ستړي کيدونکې هڅې کوي او پر مخ روان دي.

دامهال د افغانستان د نورو برخو په څېر د ننګرهار ولایت امنیتي چارې هم د افغان امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي.

XS
SM
MD
LG