په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت قوماندان جنرال جان کیمبل وایي، دوی ته راپورونه رسیدلې چې د اسلامي دولت وسلواله ډله په افغانستان او پاکستان کې وسلوال ګماري.
جنرال کیمبل دا څرګندونې د زيارت یا پنجشنبې پر ورځ د ارمي ټايمز نومې اونيزې مجلې سره په خپله مرکه کې کړي دي.
نوموړي زياته کړی چې په دې اړه د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو ته لومړیتوب ورکوي.
له بلې خوا، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا راپورونه بې اهمیته ګرځولي. د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د زيارت پر ورځ خبري رسنیو ته ویلي وو چې وسله وال طالبان او حقاني شبکه د افغانستان په ځینو سیمو کې په مختلفو نومونو فعالیت کوي او خلک باید زیات اندیښمن نشي.