په جنوبي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شاوخوا شپږ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
د استخباراتي ادارو چارواکو تېره ورځ د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، برید تېر سهار شاوخوا درې بجې په وچې درې کې پر یوه کور وشو.
چارواکو د وژل شویو وسله والو پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.