د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان: ډرون برید شپږ مشکوک وسله وال وژلي


د وروستیو معلوماتو له مخې په دې مرکز کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د قومندان حافظ ګل بهادر وسله وال جنګيالي اوسېدل.

د امريکا بې پيلوټه الوتکو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مشکوکو وسله والو پر يوه مرکز تازه بريد کړى، چې په نتيجه کې يې ورته مرګژوبله اړولې ده.

د شمالي وزيرستان د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا، د امريکا بې پيلوټه الوتکو د پنجشنبې په ورځ افغان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان شوال نومي سيمه کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي وېشتي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه شپږ مشکوک وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې بې پيلوټه الوتکو په شوال کې پر هغه کور توغندي ویشتي، چې د وروستیو معلوماتو له مخې په دې مرکز کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د قومندان حافظ ګل بهادر وسله وال جنګيالي اوسېدل.

د نوموړي په وينا، په دغه سيمه کې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې پر جنګياليو سربېره، ازبک او نور بهرني وسله وال هم مېشت دي.

ناتائید شوي راپورونه وايي، چې په وژل شویو کې بهرني وسله وال هم شامل دي خو د هویت په باب يې لا کره معلومات ندي ورکړل شوي.

دا په روان ٢٠١٥م کال کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو دويم بريد دى. تر دې مخکې دغو الوتکو د روانې مياشت په ٤مه نېټه د شمالي وزيرستان په دتاخېلو کې بريد کړى و، چې اووه تنه وسله وال پکې وژل شوي وو.

په روان کال کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په داسې حال کې دوام لري، چې په تېر ٢٠١٤م کال کال کې هم پر وزيرستان دغو الوتکو ١٩ بريدونه کړي وو، چې په نتيجه کې يې لسګونه مشکوک سخت دريځه وسله وال وژل شوي.

په دې وروستيو کې پر شمالي وزيرستان د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په داسې حال کې تېز شوي، چې پاکستانيو ځواکونو پکې د تېر کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې د شمالي وزيرستان ډېرى برخه يې له ترهګرو پاکه کړې ده.

له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې ډيورنډ کرښې ته څېرمه پر قبايلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او د سر سړي وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې که څه هم پاکستان دا بريدونه پر خپله خاوره تېرى ګڼي، خو د امريکا متحده ايالات يې د ترورېزم ضد جګړې لپاره تر ټولو مؤثره وسيله بولي.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG