د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار له زندانه ۲۶ بنديان خوشي کړل شول


د ميلاد نبي په مناسب د ننګرهار له زندانه ۲۶ تنه بنديان خوشي کړل شول.د ننګرهار د زندان امر عبدالولي حصارک د پنجشنبې پر ورځ خبريالانو ته وويل:

د ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۹ ګڼې فرمان په اساس چې د ميلاد نبي د ورځې په مناسب يې جاری کړی و، د ننګرهار له زندانه يې ۲۶ تنه بنديان چې ۹ په کې ښځې هم شاملې وې خوشي کړل.

حصارک وايي چې اوس ورسره په زندان کې ۱۶۷۴ تنه بنديان شته چې ۴۰ تنو ته په کې د فرمان په اساس تخفیف ورکړل شوی، چې په نېږدې راتلونکي کې به هغوی هم له زندانه ازاد کړی شي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG