د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې دوه نور کسان په دار شول


پاکستاني چارواکي وايي چې نن (پنجشنبه) سهار د ترهګري دوو مجرمانو ته پانسي ورکړل شوه.

چارواکي وايي د کراچۍ په مرکزي زندان کې د یو ناقانونه ګرزول شوي وسله والي ډلي سره تعلق لرونکي محمد سعيد ته پانسي ورکړل شوه. محمد سعيد په ۲۰۰۱م کال کې د پوليسو يو ريټايرډ دي ايس پي سيد صابر حسين سره د هغهزوی عابد حسين یې وژلي وو.

بل کس چې زاهد عاصم نوميده د لاهور په کوټ لکپت زندان کې په دار وځړول شو هغه په ۱۹۹۸م کال کې يو پولیس وژلی و.

په پاکستان کې د پانسۍ سزاګانې له هغه وخته پيل شوې چې د پېښور په ارمي پبلک سکول کې پاکستاني طالبانو د ۱۳۲ ماشومانو په ګډون ۱۵۱کسان ووژل.

دا مهال شاخوا اته نيم زره کسانو ته د مرګ سزا اورول شوي ده چې پکې ۸۰۰ سوو کسانو ته د ترهګري په تور د مرګ سزاګاني ورکړل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG