د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې وسله والو څلور کسان وژلي


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې بېګا ماښام نامالومو وسله والو د ترهګري ضد ځانګړي پولیسو یو افسر په ګډون څلور کسان وژلي دي.

مشال راډیو ته نن (پنجشنبه) سهار د پوليسو ځايي چارواکو وویل، بېګا ماښام د ډېرو په حیات الله کوڅه کې نامالومو کسانو لومړی د پوليسو د اسسټنټ سب انسپکټر قيصرجهان پر کور د لاسي بمونو بريد وکړ او بیا یې د کور په دروازه کې هغه او د هغه دوه وروڼه او یو بل کسپه دزو ووژل.

پولیس وایي، دې افسر ته د ډېرو ورځو نه د نامالومو کسانو لخوا د مرګ ګواښونه ورکړل کېدل.

د پولیسو په وینا اې ايس اي قيصر جهان ډېر قابل افسر وو او په ياده سیمه کې یې په هدفي وژنو کې ککړ ګڼ کسان نيولي وو. د وسله والو طالبانو محسود ډلې د دې برید ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG