د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان کابینې لپاره د عبدالله عبدالله نوماندان


د ملي وحدت حکومت د اجرایه ریاست ځیني سرچینې وایي، چې د عبدالله عبدالله له خوا ولسمشر ته د وړاندې شوو کاندید وزیرانو لست بشپړ شوی دی.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې خپور شي ازادۍ راډیوته د عبدالله عبدالله له خوا د ټاکل شوو کاندید وزیرانو نومونه هم استولي دي، چې ټاکل شوې لست یې نن «دوشنبه» ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د دې لست په اساس صلاح الدین رباني بهرنیو چارو وزارت ته، جنرال نورالحق علومي کورنیو چارو وزارت ته، زلمی یونسي پوهنې وزارت ته، نجیبه ایوبي ښځو چارو وزارت ته، فیروزالدین فیروز عامې روغتیا وزارت ته، عالمي بلخي عدلیې وزارت ته، سر دار محمد رحیمي سوداګرۍ وزارت ته، برنا کریمي مخابراتو وزارت ته، محمود صیقل د اوبو او انرژۍ وزارت ته، سردار رحمان اوغلي اقتصاد وزارت ته، نصیر احمد مهجور کډوالو وزارت ته او محمود ګل زلمی کلیو او پراختیا وزارت ته کاندیدان دي.

دا دولس وزارتونه هغه دي، چې د اجرایي ریس له خوا ورته کسان ټاکل شوي، خو دا چې پاته دیارلسو نورو وزارتونو ته به د ولسمشر له خوا څوک کاندیدان وي، دا به وروسته معلومه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG