د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاریس کې د یو میلیون نه د زیاتو خلکو لاریون


په فرانسه کې د خلکو مظاهرې
په فرانسه کې د خلکو مظاهرې

په پيرس کې نن د یو میلیون نه زیات خلک او لسګونه نړیوال مشران د لاریون په ترڅ کې هغو وژلو شویو کسانو ته درناوی وړاندې کوي چې څو ورځې وړاندې د یوې وسله والې ډلې د برید ښکار شول.

د فرانسې وزیراعظم ( مینول والس ) وايي خلک به لارو کوڅو ته په وتلو سره د بیان د ازادۍ او د ورورلۍ د مینې ښکارندويي کوي. په فرانس کې د خلکو دا پراخ لاریونونه په یوې طنزیه مجلې ( چارلي هبدو ) د اسلامي افراطیانو د خونړي برید نه پس ترسره کیږي.

په فرانسه کې پر طنزي مجلې، د یهوادنو په یو تجارتي مرکز او پر یوې ښځبنه پولیسې د برید په ترڅ کې ټول اولس کسان وژل شوي وو.

د فرانسې چارواکي وايي د مظاهرو د امنیت د ساتلو لپاره زرګونه پولیس موظف شوي دي.

تمه ده چې په دې لاریون کې به د برتانیا وزیر اعظم ډیویډ کیمرون ، د جرمني وزیر اعظمه اینګیلا میرکل ، د ایټالیې وزیر اعظم میتیو رینزي، د اردن باچا عبدالله او ملکه رانیا ، د ترکیې وزیر اعظم احمد داوتوغلو ، د اسرائیلو وزیر اعظم بنیامین نتن یاهو ، د یوکراین ولسمشر پیترو پورو شینکو ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لوروف او د جارجیا وزیر اعظم ایراکلي ګارباشویلي او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس او د نړۍ یو شمیر نور مشران په دغه ستر لاریون کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG