د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د یو عدالت قاضي ووژل شو


د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د شنبې پر سهار شاوخوا نهه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند خالص فاميلو ته څیرمه وسله والو د ننګرهار ولایت د یو عدالت قاضي عبدالمتین په وسله وال برید کې وژل شوی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وويل”دغه بريد د موټر سایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی.”

د دې پېښې مسولیت تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دوه ورځې وړاندې د لغمان د یو عدالت د مدني دیوان مشر قاضي محمود الحسن هم په یوه چاودنه کې وژل شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG