د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو ځپلو ته پوره تيار دي"


د افغانستان د زابل والي محمد اشرف ناصري وایي، افغان امنیتي ځواکونه د دې ولایت په هره برخه کې د وسله والو طالبانو د ځپلو صلاحيت لري.

له دې مخکې په ولسي جرګه کې د زابل ولایت استازو ویلي وو چې د دې ولایت په ځینو برخو کې بهرني وسله وال له خپلو کورنیو سره ځای پر ځای شوي او ځینې ولسوالۍ یې ناامنې کړي دي.

د زابل والي محمد اشرف ناصري د جمعې پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له امله یو شمیر وسله وال افغانستان ته اوښتي، خو په غرنیو او لیري پرتو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

ده وویل، افغان امنیتي ځواکونه د وسله والو ځپلو ته پوره تيار دي.

په ولسې جرګه کې د زابل ولایت استازو ویلي وو، په دې وروستیو کې خاک افغان، داي چوپان او نوبهار ولسوالیو کې د بهرنیو وسله والو شاوخوا یو سلو پنځوس کورنۍ ځای پر ځای شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG