د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې تعلیمي ادارې به د جنورۍ له ۱۲مې نېټې پرانیستل کېږي


د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د صوبې ټولې تعلیمي ادارې به د جنورۍ له ۱۲مې نېټې بیا پرانیستل کېږي.

دا پرېکړه د تېرې پنجشنبې پر ورځ په وزیراعلا هاوس کې په یوه غونډه کې وشوه چې پکې د صوبې لوړپوړو چارواکو ګډون وکړ.

تر غونډې وروسته د اعلا تعلیم او اطلاعاتو وزیر مشتاق غني خبریالانو ته وویل، حکومت پرېکړه کړې چې د تعلیمي ادارو د امنیت ساتلو لپاره به کلک تدابیر نیسي.

مشتاق غني وویل، د حکومت لپاره دا ممکنه نه ده چې د ټولو تعلیمي ادارو د امنیت لپاره پولیس ځای پر ځای کړي، نو ځکه به د ټولنې له هغو خلکو مرسته اخلي چې قانوني وسلې لري.

تېره میاشت په پېښور کې پر سکول تر برید وروسته په ټوله خیبر پښتونخوا کې تعلیمي ادارې تړل شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG