د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د القاعدې یوه مشر په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي


په کراچۍ کې بېګا له پولیسو سره په دوو نښتو کې شاوخوا شپږ مشکوک وسله وال وژل شوي.

د سي ای ډي پولیسو مشر راجا عمر خطاب بېګا ناوخته خبریالانو ته وویل، په لومړۍ نښته کې د القاعدې د یوه مشر په ګډون د هغې ډلې څلور وسله وال وژل شوي دي.

پولیس وايي، دویمه نښته په لیارۍ کې وشوه چې پکې دوه وسله وال وژل شوي. هلته امنیتي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پولیسو د وسله والو په حملو کې درې پولیسان وژل شوي او شپږ ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG