افغان ولسمشر اشرف غني په پاریس کې د چارلي هېبدو په نوم د مجلې پر دفتر ((د ترهګر برید)) په ((کلکه)) غندنه کړې ده.
د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، د ((بې دفاع او ملکي وګړو وژل یو بشپړ وحشیانه عمل دی.))
بیان وايي، د داسې کار لپاره هېڅ دلیل نشي ورکول کېدای.
د چارشنبې پر ورځ د مجلې پر دفتر په وسله وال برید کې ۱۲ کسان ووژل شول او ګڼ ژوبل شول.
بیان وايي، اشرف غني ترهګري د نړۍ او سیمې هېوادونو لپاره ګډ ګواښ بللی او وايي، پر ضد یې باید جدي مبارزه وشي.
ولسمشر اشرف غني د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.
هلته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د پاریس ((د وژونکي برید غنده کړې ده.))
بیان زیاتوي، پاکستان د هر ډول ترهګرۍ مخالفت کوي او د فرانسې له ولس سره په غم کې شریک دی.