د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې اووه مشکوک وسله وال ووژل شول


د پنجشنبې یا زیارت پر غرمه په کراچۍ کې اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

دا وسله وال د ښار په سهراب ګوټ کې د لټون عملیاتو پر مهال وژل شوي.

د سېمې پولیس مشر راو انور د دغې پیښې په اړه مشال راډیو ته ویلي، دغه کسان له پولیسو سره په نښته کې په نښه کړل شول.

هغه زیاته کړه په وژل شویو کسانو کې یو تن د القاعده او پاتې د وسله والو طالبانو د ډلې غړي دي.

د هغه په خبره په سهراب ګوټ او شاوخوا سيمو کې د لټون عملیات لا هم دوام لري چې د پولیسو ۵۰۰ سرتیري پکې برخه اخلي.

یاده دې وي د چارشنبې یا شورو پر ورځ د سهراب ګوټ په سېمه کې دوه پولیسان د وسله والو په ډزو کې وژل شوي ول.

په کراچۍ کې له اوږدې مودې راهیسې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG