د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا ته په عربي متحد اماراتو کې له ایرلنډ او سکاټلنډ سره د خپلو دوستانه لوبو لړۍ پیل کړي.
دغه لوبې د پنځوس اورونو نړیوال جام لوبو ته د تیاریو لپاره تر سره کیږي.
نړېوال جام لوبې د فبروري او مارچ په میاشتو کې په استرالیا او نیوزیلنډ کې تر سره کیدونکي دي.
افغان ټیم د نړیوال جام لپاره لوبغاړي غوره کړې دي. د دغه جام تر پیلیدو مخکې به هم افغان ټیم په استرالیا کې یو لړ دوستانه لوبې وکړي.
د پنځوس اورونو په نړیوال جام لوبو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د فبروري په اتلسمه له بنګله دیش سره ده.