د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اټومي پروګرام په اړه د ایران او نړۍ ځواکمنو هېوادونو خبرو بل پړاو


ایران وايي، د اټومي پروګرام په اړه به د نړۍ له شپږو ځواکمنو هېوادونو سره د جنورۍ پر ۱۸مه د خبرو بل پړاو پیل کړي.

د ايران دولتي خبري اژانس IRNA د تهران مشر مرکچي عباس عراقچي له خولې ویلي چې دا خبرې به د خارجه چارو د مرستيالانو په کچ کيږي. ده زياته کړه چې د ايران له خوا د مذاکراتو ټيم به د جنورۍ په ۱۵مه نېټه د امریکا او روسيې له پلاويو سره دوه اړخيزه خبرې وکړي. د ايران او شپږو سترو هيوادونو، چې پکې امريکا، روس، چين، برتانيه، فرانس او جرمني شامل دي، مقصد دا دی چې د نړيوال بنديز د ختمولو په بدل کې د ايران اټومي پروګرام ته مقررات کښيږدي. له دې سره يې بل مقصد دا دی چې د مارچ تر مياشتې يوې سياسي موافقې ته او د جون تر پايه یوې بشپړې موافقې ته ورسيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG