د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان افغان کډوال له خيبر پښتونخوا نه وباسي."


افغان چارواکي وايي د پاکستان وزيراعظم ورته ډاډ ورکړی چې له خيبر پښتونخوا څخه به افغان کډوال په زور نه ويستل کيږي او په دي اړه د يادې صوبې د وزيراعلی بيان د مرکزي حکومت دريځ نه دی.

افغان چارواکي وايي پاکستان ورته باور ورکړی چې هلته مېشت افغان کډوال به نه وباسي.

پاکستان ته د تللي د افغان پارلمان د يو پلاوي او د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر عبدالقادر وطن دوست ځاځي پرون مشال ريډيو ته وويل چې هغوی د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او د نوموړي د امنيت او بهرنيوو چارو سلاکار سرتاج عزيز سره ملاقات کې پر دي مسله بحث کړی دی.

هغه زياته کړه: ((پاکستان مېشته افغان کډوال دي تشويش نه کوي ځکه چې موږ د نواز شريف، سرتاج عزيز او د پاکستان د پارليمان غړو سره خبرې کړي دي. دوی ټولو موږ ته وويل چې د خيبر پښتونخوا د وزيراعلی دا خبره چې افغان کډوال به په يوه مياشت کې وباسي، د نوموړې شخصي خبره ده او د ټول حکومت دريځ نه دی.))

پاکستان مېشته افغان کډوال دي تشويش نه کوي ځکه چې موږ د نواز شريف، سرتاج عزيز او د پاکستان د پارليمان غړو سره خبرې کړي دي.
افغان کډوال د پوليسو په پېره کې مونځ کوي.
افغان کډوال د پوليسو په پېره کې مونځ کوي.

ياده دي وي چې د دسمبر په ۱۶ تاريخ پيښور کې پر يو سکول يا ښوونځي بريد کې ۱۵۱ کسان ووژل شول. تر دې ورسته د خيبر پښتونخوا حکومت وويل چې دغلته اوسيدونکی افغان کډوال دي په يوه مياشت کې دننه خپل وطن ته لاړ شي.

د خيبر پښتونخوا وزریراعلی پريز خټک تېره هفته د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې او مرکزي حکومت څخه غوښتي وو چې د صوبايي حکومت سره دي د رجسټرډ کډوالو په برخه کې مرسته وکړي.

د خيبر پښتونخوا حکمران ګوند، تحريک انصاف مشر، عمران خان بيا ويلي وو چې په صوبه کې پنځه لکه غير رجسټرډ افغان کډوال اوسيږي چې زر تر زره بايد خپل وطن ته لاړ شي.

افغان چارواکو د دغو اعلانونو وروسته ويلي وو چې د پاکستان مرکزي حکومت له خيبر پښتونخوا څخه د افغانانو د ويستلو پريکړه نه ده کړي نو ځکه د صوبايي حکومت فيصله د دوی لپاره د تشويش وړ نه ده.

ياده دي چې څو ميليونه افغانانو ګاونډيو هيوادونو، ايران او پاکستان ته په ۱۹۸۰ مو کلونو کې تر هغې وروسته ورغلي وو چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ. له ۲۰۰۱ کال وروسته کله چې افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شو، ډير افغانان خپلو خپلو سيمو ته ستانه شول خو ډير يې لا هم پاکستان او ايران کې اوسيږي.

XS
SM
MD
LG