د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د شام شخړې منځګړیتوب ته دانګلي


روسیې د شام اپوزیشن ۲۸ شخصیتونو ته روانه جنورۍ میاشت مسکو ته د ورتګ بلنه ورکړې ده چې د شام د ولسمشر بشارالاسد له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړې.

د شام د اپوزیشن یوه غړي تېره ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل، ۲۸ واړو مشرانو ته بلنه رسېدلې ده. دا نه ده مالومه چې هغه مشران به بلنې ومني او که نه ځکه چې روسیې ته د اسد رژیم د ملاتړي په توګه د شک په سترګه لیدل کېږي. په شام کې په ۲۰۱۱ز کال کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې له دوه لکه زیات کسان وژل شوي.

تېر کال په شام کې له ۷۶۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او په دې ډول دا په ۲۰۱۱ز کال کې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو خونړی کال وو.

بلخوا په شام کې د بشري حقونو څار اداره وايي، دوی تېر کال په هغه هېواد کې د ۷۶۰۲۱ کسانو وژنې ثبت کړې دي. دې برتانیا مېشتې ادارې په ۲۰۱۴ز کال کې د شاوخوا ۱۸۰۰۰ ولسي وګړو وژنې ثبت کړې دي چې پکې ۳۵۰۱ ماشومان ول. په وژل شویو کې زیاتره جګړه کوونکي ول. اداره وايي، په دوی کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ جهادیان، ۱۵۷۴۷ حکومت ضد یاغیان او ۲۲۶۲۷ د رژیم د ځواکونو او ملېشې سرتېري ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG