د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ذکي الرحمن لکوي د بند موده وغځول شوه'


د ممبۍ بریدونو مشکوک سرغنه لکوي بیا ونیول شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

د ممبۍ بریدونو مشکوک سرغنه لکوي بیا ونیول شو

په پاکستان کې یوه عدالت د وسله والې ډلې لشکر طیبه د مشر ذکي الرحمان لکوي د بند موده تر دوو نورو اوونیو غځولې ده.

د نوموړي وکیل رضوان عباسي تېره ورځ وویل، عدالت د راولپېنډۍ په زندان کې له لکوي څخه د عدالتي پلټنو په موخه د هغه بندولو امر کړی دی. ده وویل، نن د نوموړي د ضمانت لپاره درخواست ورکوي.

د ترهګرۍ مخنیوي یوه عدالت د تېرې میاشتې پر ۱۸مه د ۲۰۰۸ز کال د ممبۍ بریدونو د پلانولو تورن ذکي الرحمان لکوي په ضمانت د خوشې کولو امر کړی وو خو حکومت د عامه نظم ساتنې قانون تر مخې د هغه د نظر بندۍ پرېکړه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG