د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د هېلمند پېښه وغندله


د هېلمند والي دفتر مخې ته د سنګین ولسوالۍ پېښې ضد مظاهره چیان راټول دي
د هېلمند والي دفتر مخې ته د سنګین ولسوالۍ پېښې ضد مظاهره چیان راټول دي

افغان ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال تدامېچي یاماموتو په هېلمند کې د واده پر ورا د توغندي لګېدو پېښه په سختو ټکو کې غندلې ده.

د ولسمشر له دفتره پر پنجشنبه خپور شوي بیان کې راغلي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ته یې امر کړی دی چې سیمې ته دې د پلټنو لپاره یو ګډ پلاوی واستوي. د چارشنبې پر ورځ د سنګین ولسوالۍ څاروان کلا په یوه کور کې د واده پر ورا یو توغندی ولګېد چې پکې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۵ ژوبل شول. د پېښې زیاتره ښکار شوي ښځې او ماشومان دي. تر پېښې وروسته د سیمې اوسېدونکو مظاهره وکړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال د پنجشنبې ورځ په خپل بیان کې پر افغان حکومت د پېښې پلټنو غږ (ږغ) کړی او زیاتوي چې نړیوال بشري قوانین د جګړې پر مهال پر ملکي سیمو د توغندیو ویشتل منع کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG