د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یوازې ناراجسټر افغان کډوال نیسو'


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک وايي، صوبايي حکومت یوازې هغه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي چې نومونه یې نه دي راجسټر کړي.

د پنجشنبې «زیارت ورځ» د پېښور په نښتر هال کې د جماعت اسلامي په مشرۍ امن کنفرانس ته د وینا پر مهال نوموړي زیاته کړه چې د پېښور سکول تر برید وروسته یې امنیتي ادارو ته امر کړی دی چې راجسټر شوي افغان کډوال دې نه ځوروي.

د خپلې وینا پر وخت د جمیعت علمای اسلام (س) ډلې مشر مولانا سمیع الحق د پېښور برید غندنه وکړه او ویې ویل، پر ماشومانو د دې ډول برید کولو تصور هم نشي کېدای او دا چې حکومتي ادارې دې د دیني مدرسو زده کووني نه ځوروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG