د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عراق کې د یزیدي لږکیو ډله ییز قبرونه موندل شوي


د کردستان سیمې د یزیدي چارو مسوول خیري بوزاني تېره ورځ وویل، دا قبرونه تر هغې وروسته وموندل شول چې څو ورځې مخکې پېشمرګه سرتېرو سېنجر بیرته د اسلامي دولت ډلې له وسله والو ونیوه.

د عراق کردۍ سیمې یو چارواکی وايي، کردیو پېشمرګه ځواکونو نهه داسې اجتماعي قبرونه موندلي چې پکې د یزیدي لږکیو مړي هم پراته دي او فکر کېږي چې دا کسان د اسلامي دولت ډلې وسله والو په شمالي وړوکي ښار سېنجر کې وژلي دي.

د کردستان سیمې د یزیدي چارو مسوول خیري بوزاني تېره ورځ وویل، دا قبرونه تر هغې وروسته وموندل شول چې څو ورځې مخکې پېشمرګه سرتېرو سېنجر بیرته د اسلامي دولت ډلې له وسله والو ونیوه.

ده البته دا و نه ویل چې په قبرونو کې ټول څومره کسان ښخ کړل شوي دي. داسې ګومان کېږي چې کله د اګست په میاشت کې د اسلامي دولت ډلې سېنجر ونیوه، نو هلته یې په سلګونه، یا ښايي زرګونه یزیدیان ووژل.

لسګونه زره یزیدیان یا خو د سېنجر په غره کې بند پاتې شول او یا هم د کردانو تر ولکې لاندې سیمو ته وتښتېدل. د بښنې نړیواله اداره وايي، هغه یزیدۍ ښځې او نجونه چې تښتول شوې وې، جنسي تېری ورباندې شوی، په زور واده کړل شوې دي او یا هم د مینځو په توګه د اسلامي دولت ډلې پر وسله والو خرڅې کړل شوې دي ښايي شمېر یې زرګونه ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG