د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د تحریک انصاف حکومت خپله د ګډاګانو احتجاج کوي او موږ پرامنه مظاهرې ته نه پرېږدي'


'د تحریک انصاف حکومت خپله د ګډاګانو احتجاج کوي او موږ پرامنه مظاهرې ته نه پرېږدي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:49 0:00

په پېښور کې پر ارمي پبلیک سکول د وسله والو طالبانو له خونړي برید وروسته مدني ټولنو د «ډیسېمبر شپاړلسمې اکشن فورم« پا نامه یوه ټولنه جوړه کړې وه او د سږني ۲۰۱۴ م کال وروستۍ ورځ یې په پېښور کې د تورې ورځې په توګه د لمانځلو اعلان کړې وه خو کله چې دوی نن «چارشنبه» خپل احتجاج پیل کړو نو پولیسو د دغې ټولنې يو شمېر کارکوونکې په تاڼو کې بند کړل او احتجاج ته یې پرېنښودل. د دوی ځینې کسان د پېښور صدر په غربي تاڼه ایسار کړل شوي دي. په دغه تاڼه کې بنده کړل شوې د مدني ټولنې یوې کارکوونکې ثنا اعجاز د مشال راډیو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې د دوی نیول یو غیر جمهوري او د بشري حقونو ضد ګام وباله

XS
SM
MD
LG