د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: پر پروېز مشرف برید کې ککړ تورن په دار شو


پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف
پخوانی پوځي واکمن پروېز مشرف

د پېښور د زندان یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، زندۍ «پانسي« شوی کس نیاز محمد نومېده او ده ته په ۲۰۰۳ز کال کې پر پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د برید په تور د مرګ سزا اورول شوې وه.

د چارواکي په خبره، نیاز محمد د صوابۍ د یار حسین اوسېدونکی وو او د هري پور په زندان کې بندي وو چې د مرګ سزا ورکولو لپاره پېښور زندان ته وړل شوی وو.

د پاکستان حکومت په پېښور کې پر ښوونځي تر وسله وال برید وروسته د مرګ سزاګانو پر عملي کولو لګولی بندیز لرې کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG