د کندهار مېوندوال وسله وال نه پرېږدي
د کندهار ميوند ولسوالۍ اوسېدونکو د وسله والو مخالفينو پر ضد وسله اخیستې او هلته يې د پاڅون پر مهال سیمي له وسله والو طالبانو پاکې کړې دي. د کلا شامير سیمي دغه اوسېدونکي وايي، چې که دولت ورسره ملاتړ وکړي، وسلې ورکړي، نو د وسله والو مخالفینو د ظلمونو پر وړاندې به خپله مبارزه دوامداره کړي.