د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړۍوال جام سیالیو لپاره افغان ملي لوبډله اعلان شوه


د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غونډه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې غونډه

د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډرې مولز رسنیو ته وویل چې، له پوره ارزونې او اوږدو بحثونو څخه وروسته یې د ملي لوبډلې لیسټ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ټاکونکې کمیټې تر دوو ورځو پرله پسې ناستې وروسته د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړۍوال جام سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه.

ټاکل شوي ۱۵ تنه لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې د سکاټلنډ او ایرلنډ پر وړاندې او د ۲۰۱۵ زیږدیز کال نړۍوال جام سیالیو کې چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کیږي، ونډه اخلي.

په مطبوعاتي کنفرانس کې د ټاکونکې کمیټې غړي دولت خان احمدزي د ۱۵ ټاکل شویو او څلورو احتیاطي لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د کپتان محمد نبي عیساخېل په مشرۍ پنځلس کسیزه لوبډله کې نوروز منګل مرستیال کپتان، محمد اصفر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسر خان ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میروېس اشرف، ګلبدین نایب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، محمد جاوېد احمدي او عثمان غني.

له دې پرته څلور مرستیال یا احتیاطي لوبغاړيشفیق الله شفق، شراف الدین اشرف، عزت الله دولت زی او حشمت الله شاهیدي هم ورسره مله دي.

د ملي لوبډلې مشر روزونکي انډرې مولز رسنیو ته وویل چې، له پوره ارزونې او اوږدو بحثونو څخه وروسته یې د ملي لوبډلې لیسټ اعلان کړ. دی زیاتوي چې د هر لوبغاړي وړتیاوو له ارزولو او ټولو اړونده اړخونو ته له کتنې وروسته یې پر پنځلس کسیز نوملړ او د څلورو احتیاطي لوبغاړو پر لست لاسلیکونه وکړل.

په اعلان شوې لوبډله کې ځوانو او تجربه لرونکو مشرانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د لوبډلې پر انډول مثبته اغیزه لري. نوموړي هیله څرګنده کړه چې اعلان شوې ملي لوبډله به د خپل کپتان په مشرۍ به په نړۍوال جام سیالیو کې خپلې وړتیاوې د ښې لوبې په ترسره کولو سره وښیي.

XS
SM
MD
LG