د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د عبدالله عبدالله دنده وټاکله


د ولسمشر فرمان چې په یو شمیر ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی؛ د اجراییه رییس صلاحیتونه ښودل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان په ترڅ کې د اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دندې او صلاحیتونه وټاکل.

د وزیرانو شورا جلسې مشري، د کابینې او امنیت شورا په غونډو کې غړیتوب؛ د بین الوزراتي پروګرامونو په پلي کولو کې اجرايي همغږي؛ د وزیرانو شورا فرعي کمیټو جوړول او مشري کول؛ د وزیرانو شورا د کاري پلان منظورول او د کابینې غونډې ته یې د پليکېدو »تطبیق» راپور برابرول.

دغه راز د یو خپلواک بودجوي واحد په توګه د اجراییه ریاست او مدیریت او د وزیرانو شورا د دارلانشا د دفتر مشري؛ د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې د اجراییه ریاست او د وزیرانو شورا د دارلانشا د کارکونکو ګمارل او لیرې کول، د افغانستان په ټولو رسمي او تشریفاتي غونډو کې د ولسمشر تر څنګګډون؛ ولسمشر ته د کاندید وزیرانو وړاندیز او د قانون د احکامو له مخې له ټولو وزارتونو د راپورونو اخیستل او د عملي کولو په برخه کې یې د لازمو اصلاحاتو راوستل هم د اجرایي رییس صلاحیتونه دي.

که څه هم دغه فرمان په رسمي ډول له رسنیو سره نه دی شریک شوی؛ خو د چارو د ادارې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دغه فرمان چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی تاید کړی دی.

د حقوقي چارو کارپوهان د دغه فرمان له مخې د اجراییه رییس د صلاحیتونو په اړه وايي چې یو شمېر دغه صلاحیتونو د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دي او بل هیچا ته د انتقال وړ نه دي.

د حقوقي چارو یو کارپوه اجمل هوډمن په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"کوم صلاحیتونه چې ولسمشر اجرايي رییس ته په خپل فرمان کې ورکړي دي؛ البته یو شمېر یې ډېر مهم او جدي نه دي اما په دوه درې مواردو کې لکه د وزیرانو شورا غونډو مشري، دا د اساسي قانون له مخې د ولسمشر صلاحیتونه دي او ولسمشر نشي کولی چې چا ته یې وسپاري."

د یادونې ده چې د افغانستان اجراییه رییس صلاحیتونو په اړه په دغه فرمان کې د اجراییه رییس دندې هم په ګوته شوي دي.

په دغه فرمان کې دا هم راغلي دي چې اجراییه رییس به د اساسي قانون د تعدیل او د صدراعظمۍ د پوست تر رامنځته کېدلو پورې خپلې دندې ته ادامه ورکوي.

اجرایي ریاست له هغه وروسته رامنځ ته شو چې د اوسني ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ انتخاباتي ناندریو ډیر وخت ونیاو او بلاخره د امریکا په منځګړیتوب دواړو مشرانو داسې یوه حکومت ته غاړه کېښوده چې یو ولسمشر او بل اجرایي رییس وي.

راپور : اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG