د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو کډوالو ستنولو لپاره کمېټه جوړه شوې


د پاکستان حکومت له پوځي عملياتو او بې امنيوو له وجې له قبايلي سيمو د بې کوره شوو کسانو د ستندېدولپاره د خېبر پښتونخوا ګورنر په مشرۍ يوه اوه کسيزه کميټۍ جوړه کړې ده.

په قبايلي سيمو کې د قدرتي افتونو نظم ادارې وياند فرمان خلجي نن «ګل ورځ» مشال ريډيو ته وويل، چې د باجوړ او مومندو بې کوره کړل شوي خلک يې ستانه کړي دي او د نورو سيمو کډوالو د ليږلو لپاره د مناسب وخت انتظار کوي.

په دې وروستيوو کې د خېبر او شمالي وزيرستان بې کوره کړل شوو خلکو مظاهرې کړې وي او شکايت يې کاوه چې نه يې حکومت خپلو سيمو ته لېږي او نه هم ورته په پنډغالو «کمپونو» کې پوره سهولتونه برابروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG