د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت پوښتنه کوو


په پاکستان کې مېشته یوه افغان کډواله د خپلې ماشومې لور سره
په پاکستان کې مېشته یوه افغان کډواله د خپلې ماشومې لور سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران او پاکستان کې به د افغان کډوالو د وژل کېدو او نیولو مسئله په جدي توګه تعقیب کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ایران او پاکستان کې به د افغان کډوالو د وژل کېدو او نیولو مسئله په جدي توګه تعقیب کړي.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني نن ( یکشنبه ) مشال راډيو ته وویل چې په ایران کې د درېوو افغانانو دوژل کېدو او په پاکستان کې د لسګونو افغانانو د نیول کېدو په اړه څیړنې پیل شوې دي.

نوموړي وویل چې د بهرنیو چارو وزارت په ایران او پاکستان کې خپلو سفارتونو ته دنده سپارلې ترڅو موضوع په هر اړخیز ډول تعقیب کړي.

په عین حال کې د مشرانو جرګي یو شمېر غړو دیکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې له ادارې پلاوي وغوښتل ترڅو د دې مسئلې په اړه د بهرنیو چارو او کډوالو وزارتونو استازي د وضاحت لپاره جرګې ته وغواړي.

XS
SM
MD
LG