د مالیزیا د( ایر ایشیا ) هوايي شرکت چارواکي وايي د یکشنبې په سهار ددوی یوه مساپر وړونکې الوتکه چې ۱۶۲ کسان پکې سپاره وو ، ورکه شوې ده چې اوس یې د لټون عملیات روان دي.
چارواکي وايي د الوتکې له اندونیزیا څخه تر الوت یو ساعت وروسته د جکارتا د هوايي ترافیک د کنترول ادارې سره اړیکه وشکېدله. ایر ایشیا هوايي شرکت وايي د الوتکې د موندلو او ژغورلو لټون یې پیل کړي دي.
۲۰۱۴ م کال د مالیزیا د هوايي شرکت لپاره له حوادثو ډکه وه.تر دې وړاندې هم ددغه هوايي شرکت دوې نورې مساپر وړونکې الوتکې د حادثو ښکار شوې وې.
په مارچ کې ددې هوايي شرکت یوه الوتکه له کوالالمپور نه بیجنګ ته د ۲۳۹ مساپرو په ملتیا روانه وه چې ورکه شوه او تر اوسه یې هیڅ ډول څرک نه دی لګیدلی.
په جولايي میاشت کې بیا د مالیزیا یوه بله الوتکه د یو کراین د پاسه د تېریدو پرمهال راوغورځول شوه ، په دغه الوتکه کې ۲۹۸ کسان سپاره وو.