د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا:د ازادي اروپا راډیو پر دفتر په چاپه باندې اندېښمن يو


د امریکا د بهرنیو چارو د دفتر یو چارواکي ویلي چې هیواد یې د هغو رپوټونو په اړه اندېښمن دی کوم چې په اذربایجان کې د ازادی اروپا راډیو پر دفتر د چاپې خبر ورکوي.

دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چېموږ په دې اړه اندېښنه لرو چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پولیسو د ازادی اروپا راډیو د اذري څانګې پر دفتر چاپه وهلې ده ، کارکوونکي یې بندي کړي او په دفتر کې یې تلاشي کړېده.

دا له هغه وروسته ده چې د تېرې جمعې پر ورځ څارنوالانو او پولیسو په باکو کې د ازادی اروپا راډیو د اذري څانګې په دفتر په زور ورننوتل ، تر څو ساعتونو یې کارکوونکي په یوه کوټه کې وساتل او کمپیوټران یې وپلټل.

د اذربایجان دې څارنوالانو ویلي ، هلته د ازادې اروپا راډیو څانګه یو داسې اداره چې بهرنۍ مرستې تر لاسه کوي او د دوی دا ګام د دې ادارې په اړه د پلټنو برخه ده.

امریکايي چارواکي پر اذربایجان ږغ کړی دی چې د مطبوعاتو ساتنې لپاره دي نړیوالې ژمني په پام کې ونیسي او څرګندې پلټنې دي وکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG