په اورکزی ایجنسۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.
انتظامي چارواکي وايي،دا پېښه د جمعې پر مازیګر د کوزو اورکزو په سره مېله سیمه کې هغه مهال وشوه چې یو مسافر وړونکی موټر تر غره ولوېدی.
د چارواکو په وینا، په وژل شوو ۱۱ کسانو کې دوه ماشومان او یوه مېرمن هم شامل دي.
دا مسافر وړونکی موټر له کوهاټه د کلايې سیمې پر لور روان وو.
سره میله د کوزو اورکزو په حدودو کې راځي چېرې چې د روانې میاشتې پر پنځمه نېټه هم په یو ټرافیکي پېښه کې اته مشکوک وسله وال وژل شوي وو.