د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د ترهګرۍ پر ضد د پوځي عدالتونو جوړولو اعلان کړی


په پاکستان کې سیاسي ګوندونه د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پوځ تر څار لاندې د ځانګړو عدالتونو پر جوړولو سلا شوي دي.

د تېرې سېشنبې پر ورځ د ترهګرۍ پر ضد د پلان جوړولو په موخه تر ټولګوندیزې غونډې وروسته ولس ته د وینا پر مهال وزیراعظم نواز شریف وویل، دا عدالتونه به تر دوو کلونو قایم وي.

نواز شریف وویل، د ترهګرۍ پر ضد د نوي پلان تر مخه به اوس په هېواد کې هېڅ کس وسله واله ډله نشي جوړولای، تر بندیز لاندې تنظیمونه به په بل نوم فعالیت نشي کولای، ټولې مدرسې به رجسټر کېږي، د ترهګرۍ پر ضد به ځانګړی ځواک جوړول کېږي او پر رسنیو به د وسله والو نظر او وینا ګانو ته پر ځای ورکولو بندیز وي.

د پاکستان حکومت او سیاسي ګوندونو تر هغې وروسته د ترهګرۍ پر ضد د پلان جوړولو پرېکړه وکړه چې په پېښور کې وسله والو پر سکول برید وکړ او ګڼ زده کوونکي یې ووژل او ژوبل کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG