د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف په هېواد کې د روانې ترهګرۍ مخنیوي لپاره په پارلمان کې د استازو ګوندونو له غونډې وروسته خپل ولس ته په وینا کې وویل، چې، د پوځي افسرانو په مشرۍ کې به ځانګړي عدالتونه جوړېږي او د دې لپاره به په آیین «اساسي قانون« کې بدلون راوړل کېږي.
نواز شریف د سیاسي ګوندونو له لوري په ګډه د تیار کړي پلان د سرسر ټکي په ډاګه کړ.
۱- د پوځي افسرانو په مشرۍ به ځانګړي عدالتونه جوږېږي
۲- ناقانونه ګرځېدلې ډلې په بل نامه هم د کار کولو اجازت نه لري
۳- ترهګرو ته به ټولو رسېدونکې مالي سرچینې وچوي
۴- دیني مدرسې به راجسټر کېږي
۵- د ترهګرانو وهلو لپاره به ځانګړی ترهګرۍ ضد ځواک جوړېږي
۶- پر چاپي او برېښنايي رسنیو «الېکټرونیکي مېډیا» به د ترهګرانو پر خپرونو بشپړ بندیز لګول کېږي
۷ـ پر انټرنېټ او ټولنیزه مېډیا د ترهګرانو مخنیوي لپاره به ګامونه اخیستل کېږي
۸- تندلاریتوب به د هېواد په هر کونج او پتېره د پنجاب په ځینو برخو کې څارل کېږي
۹-په کراچۍ کې روان عملیات به خپل منطقي پای ته رسوي
۱۰- د پراخ سیاسي جوړجاړي لپاره د بلوچستان حکومت لا زیات اختیار ورکول کېږي
۱۱-د افغانستان کډوالو لپاره به یوه هراړخیزه تګلاره جوړېږي
۱۲- پر پېښور د ترهګر برید وروسته یې په زغرده پر مرګ سزا لګېدلی بندیز پورته کړی او ترهګر به اوس زندۍ یا غرغره کېږي
۱۳-نوموړي ډاډ وښود چې د کوټلي پلان په پلیکېدو به د سبا پاکستان لا زیات خوندي او سوله ییز وي
۱۴- د هېواد مشرتابه خپل هوډ وښود چې د پاکستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي. او پاکستان له نورو هېوادونو هم تمه لرې چې خپل خاوره د ترهګرو لپاره د پاکستان خلاف ونه کاروي
۱۵-د ترهګرۍ بلا او ناورین به په ګډو هڅوله منځه وړل کېږي
۱۶- د بې کوره کړل شوو کډوالو زغرده ستنېدلو او بیا ابادولو لپاره به ګامونه اخیستل کېږي. په فاټا کې به انتظامي اصلاحات او پرمختیايي بوخیتاوې پراخېږي
۱۷- نواز شریف وویل، دا د لومړي وزیر ذمه واري ده چې د ترهګرۍ ضد جګړې مشري پر غاړه واخله اوو به هره بییه به دا مسولیت ترسره کوي
۱۸- لومړي وزیر د ترهګرۍ ضد عملي پلان لپاره د قامي جوړجاړي رامنځ ته کولو په موخه د سیاسي او پوځي مشرتابه د مخلصو هڅو ستاینه وکړه