د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اوکرایني پارلمان پرېکړه وغندله


ناټو ته د روسيې دايمي استازي الکساندرګروشکو وويل، د اوکراين دې اقدام د تاوتريخواليکمولو په لاره کې نور خنډونه زيات کړل.

د اوکراین پارلمان د خپل هېواد بې پرې « بې پلوه یا غیر جانبدار» دریځ لیرې کولو لپاره په لوی اکثریت رایه ورکړه چې له ناټو سره نږدې کېدو ته لاره پرانيزي. روسيې د اوکراين دا کار په زغرده وغانده.

په قانون کې د دې بدلون وړاندیز تېره اوونۍ د اوکراین ولسمشر پيترو پوروشنکو وکړ، چې د «سېشنبې ورځ»یې د هېواد پارلمان د ۳۰۳ رایو په ملاتړ ومانه. د اوکراين پارلمان ۴۵۰ چوکۍ لري.

د ناټو غړيو هېوادونو د اوکراین پارلمان د دې پريکړې هر کلی وکړ.

د امريکا د بهرنيوچارود وزارت مرستيالې وياندې ماري هرف وويل:

″د ناټو دروازه پرانيستې ده. هغه هېوادونه چې غواړي د اروپا او اتلانتيک په سيمه کې د امنيت ټينګولو لپاره همکاري وکړي، د ناټو غړيتوب د بندیز پرته ترلاسه کولای شي.

د غړيتوب پرهره غوښتنه به د وړتیا پر بنسټ غور کيږي. د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو پرېکړه د اوکراين او ناټو ده خو موږ د پرانيستو دروازو سياست هرکلی کوو.″

د اوکراين لويديځ پلويو مشرانو هغه وخت قدرت ترلاسه کړچې د فېبرورۍ په مياشت کې د هېواد ولسمشر يانوکوويچ د هغه پر ضد پاڅېدلو لاريونونو ته ټینګ نشو او وتښتېد.

دغه مشرانوله هغه راهيسي اعلان کړی وو چې د اوکراين بې پلوی دريځ به بدلوي ځکه چې اوکراين نشو کولای د ناټو غړی شي.

د پارلمان له خوا تصويب شوي قانون له مخې به اوکراين د لويديځ پوځي ټلوالې غړيتوب ترلاسه کولو لپاره له ناټو سره همکاري زياتوي.

د لويديځ پوځي ټلوالې غړيتوب به کلونه وخت واخلي خو په بروکسل کې د ناټو وياند وويل چې که اوکراين وغواړي، د دې هېواد پرمخ د ناټو دروازې پرانيستي دي، خوپر دې شرط چې اوکراين ضروري معيارونه پوره کړي.

ناټو ته د روسيې دايمي استازي الکساندرګروشکو وويل، د اوکراين دې اقدام د تاوتريخواليکمولو په لاره کې نور خنډونه زيات کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG