د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د وروستي ترهګر ترمرګه به عملیات روان وي”


د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف وايي د وروستي ترهګر تر ختمیدو پورې به د دوی د ځواکونو عملیات دوام ولري.

د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکوي چې نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د یوې امنیتي غونډې پرمهال کړي دي.

پاکستاني وزیر اعظم په دې موقع دا هم ویلي چې د ترهګرو ، د هغوی په پالونکوو ، د هغوی سره په مرسته کوونکو او د هغوی په اکمالونکو ( سنبالونکو ) کې به هېڅ ډول توپير نه کېږي، د ټولو سره به یو ډول چلند کېږي.

په دې غونډه کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر،د پوځ مشر او د استخباراتو مشر هم ګډون درلود په خېبر او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو په اړه هم بحث وشو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG