د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوې افغان کابینې اعلان وځنډېد


د افغان حکومت اجرایي رییس ته نږدې سرچینې وايي چې د کابینې د اتو غړیو په معرفي کېدو موافقه شوې ده. و دا کاندید وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي شي.

د افغانستان ولسمشرۍ له دفتره ځینې سرچینې وایي چې؛ د ولسمشر او اجرایي رییس ترمنځ د کابینې پر سرلاهم د کورنیو چارو وزارت لپاره د کاندید وزیر پرسر اختلاف موجود دی.

سرچینه زیاتوي ټاکل شوې وه چې د کابینې یوه برخه سبا د چهارشنبې په ورځ اعلان شي، دغه اعلان ځنډول شوی.

د افغان حکومت اجرایي رییس ته نږدې سرچینې وايي چې د کابینې د اتو غړیو په معرفي کېدو موافقه شوې ده. و دا کاندید وزیران به ډېر ژر ولسي جرګې ته معرفي شي.

عبدالجبار شولګري چې ډاکټرعبدالله ته نږدې کس دی، د سېشنبې پر ورځ ازادۍ راډیوته وویل چې د کورنیوچارو وزرات پر سرد ولسمشراو اجرایي رییس ترمنځ خبرې روانې دي.

شولګري وویل، چې د اجرايي رییس له خوا انجنیرمحمدعارف سروري د کورنیو چارو وزارت ته کاندید وزیر دی.

د پخوانیو راپورونو پراساس، صلاح الدین رباني د بهرنیوچارو وزارت ته، شیرمحمد کریمي دفاع وزارت ته، فضل احمد معنوي کورنیو چارو وزارت ته، جیلاني پوپل مالیې وزارت ته، سعادت نادري د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته، سردار احمد نعیم د سوداګرۍ وزارت ته، فیض الله ذکي د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته او رحمت الله نبیل د ملي امنیت ریاست ته کاندیدان دي.

په دې وروستیوکې په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ملي وحدت حکومت له غړیو پرته د دواړو مشرانو په ټیمونو کې هم د وزیرانو د معرفي کېدو پر سر اختلافات روان دي.خو ولسمشر او اجرایي رییس ته نږدې سرچینو دغه اوازې بې بنسټه وبللې.

په ورته وخت کې ولسمشراشرف غني ته نږدې کس معین مرستیال وايي چې د کابینې پر سربحث نه دی بشپړ شوی او په اړه یې لا هم خبرې روانې دي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د راتلونکې اوونۍ په وروستیو کې به نهه تنه کاندید وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په ارګ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادۍ راډیو ته ویلي چې د کابینې کلیدي پستونه به د چهار شنبې په ورځ او پاتې نورکاندید وزیران به د راتلونکي دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باور رایې ترلاسه کولو لپاره معرفي شي.

تر اوسه جمهوري ریاست په رسمي توګه د کابینې د معرفي کېدو د وخت په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي او په دې اړه یې کومه تبصره هم نه دی کړې.

عام خلک، د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان او ولسي جرګې ځیني غړي ټینګارکوي چې د کابینې په معرفي کېدو کې باید یوازې او یوازې پوه او کاري تجربه په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG