د لاسرسي ځای

تازه خبر

کردي ځواکونو د عراق سنجر کې د اسلامي دولت ډله پر شا وتمبوله


په عراق کې کردي پېشمرګه ځواکونه
په عراق کې کردي پېشمرګه ځواکونه

د عراقي کردانو مشر مسعود بارزاني په سنجر ښار او نژدې سیمو کې له اسلامي دولت ډلې سره د کردي پېشمرګه ځواکونو په جګړه کې د یوې ستراتیژیکې بریا ادعا وکړه

کردي ځواکونو د اسلامي دولت ډله د عراق په شمالي ښار سنجر کې پر شا تمبولې ده.

د راپورونو له مخې په دې ښار کې پرون«ګل ورځ» د چاودنو او درنو نښتو اوازونه اورېدل شوي.

د عراقي کردانو مشر مسعود بارزاني په سنجر ښار او نژدې سیمو کې له اسلامي دولت ډلې سره د کردي پېشمرګه ځواکونو په جګړه کې د یوې ستراتیژیکې بریا ادعا وکړه او ویې ویل:

(شکر د خدای موږ د ټولو لارو ولکه ټینګه کړه او د سنجر غرونو محاصره مو ماته کړه. موږ نن د خدای شکر پرځای کوو چې ټوله سیمه مو ازاده کړه. د سنجر ښار ازادي زموږ په پلان کې نه وه، خو موږ د دې ښار یوه لویه برخه ونیوله)

په تېره اګست میاشت کې د اسلامي دولت ډلې د حملو پرمهال د یزیدي مذهبي اقلیت زرګونه پیروکار له سنجر ښاره تښتېدلي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG