د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې دوو چاودنو یو کس وژلی


په ننګرهار ولايت کې دوو چاودنو یو تن وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول احمد ضیا عبدالزي مشال راډیو ته وویل نن شاوخوا نهه نیمې بجې د څلورمې حوزې اړوند د ملي اردو رینجر موټر پورې نښلول شوی بم چاودنه کې يو سرتيری وژل شوی دی.

عبدالزی وایي چې په ورته وخت کې هم د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې په یوه کرولا موټر چاودنه شوې چې یو تن ولسي وګړی په کې ژوبل شوی دی. د دې دواړو چاودنو ذمه واري تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG