د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: ۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


د لغمان امنیتي چارواکي وایي،نن ( جمعه) له لسو بجو څخه تر دولسو بجو پورې وسله والو د دولت شاه ولسوالۍ باندې د هاوانونو ګوزارونه کړي چې ټول يې د ولسي وګړو په کورونو او پټيو کې لګيدلي چې له امله يې ۹ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان ولایت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل:

په دغه پېښه کې يوه ځوانه نجلۍ وژل شوې او د دوه ښځو په ګډون شپږ ماشومان چې درې يې هلکان او درې يې جينکۍ دي، ټپیان شوي دي. دی وايي چې په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG