د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، بېګا شپه شاوخوا څلور بجې وسله والو طالبانو د پچيراګام ولسوالۍ د بامه خیلو په پوسته وسله وال برید کړی و،چې په نتیجه کې يې پينځه تنه وسله وال ووژل شول او ۱۱ تنه نور يې ټپیان شول.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقيوالمشال راډيو ته د سیشنبې په ورځ وويل:
په دې نښته کې یو تن پولیس هم ټپي شوی دی.