د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار : بمي چاودنې شپږ ذدکونکي ژوبل کړل


فایل فوټو
فایل فوټو

په دې وروستیو کې د افغانستان په مرکز کابل او لویو ښارونو کې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

د یکشنبې په سهار د افغانستان د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د سرک غاړې بمي چاودنه کې لږ تر لږه شپږ ذدکونکي ژوبل شوي دي.

د نوموړي ولایت ویاند احمدضیا عبدالزی وايي : چاودنه په بحراباد کې ، د سهار د اوو بجو په خواوشا کې هغه مهال وشوه چې ذدکونکي مکتب ته په لاره وو. نوموړی وايي شپږ ذدکونکي برڅیرن ژوبل شوي او په دې پېښه کې څوک وژل شوی نه دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان په مرکز کابل او لویو ښارونو کې بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي.

دافغانستان د کورنیو چارو دوزارت ویاند صدیق صدیقي وايي د کورنیو چارو وزارت ، له نورو امنیتي ادارو سره په ګډه په داسې پلانونو کار کوي چې ترمخې به یې په ټول هیواد کې د امنیت وضع ښه شي.

بل پلو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان په بیلا بېلو ښارونو کې وروستي بریدونه غندلي او وايي : د کابل د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به د هیواد د ملي امنیت شورا په دوو اونیو کې دننه د ګارډنیزونو ( پوځي مرکزونو ) د جوړولو په اړه مهمې پریکړې وکړي.

XS
SM
MD
LG