د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ناټو د پاتې کېدو ملاتړ کړی دی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغه قرارداد ملاتړ کړی دی چې په افغانستان کې د ناټو د پاتې کېدو غوښتنه کوي.

په افغانستان کې به د ناټو د پاتېدو هدف دا وي چې د روانې میاشتې په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان ځواکونو روزنه وکړي.

د امنیت شورا د جمعې په ورځ په یوه خوله هغه قرارداد منظور کړ چې د افغانستان او ناټو ترمنځ د تړون یې هرکلی کړی دی. د املګرو ملتونو امنیت شورا د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د مرستو او همکاریو جاري ساتلو د هوډ هم ستاینه کړېده.


ټاکل شوېده چې شاوخوا دولس نیم زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي. دا ځواکونه به به جګړه کې برخه نه اخلي خو د برید ځواب به وايي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG