د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د روسیې پوځ د بالتیک سمندرګي په شاوخوا کې فعالیت کوي”


د پولیڼد دفاع وزیر توماش شېمونیاک وايي، د روسیې پوځ د بالتیک سمندرګي په شاوخوا کې په بې ساري ډول فعالیت کوي.

نوموړي د پولینډ یوې رسنۍ ته وویل، ((له تېرو څو ورځو راهیسې [دوی] په بالټېک سمندرګي کې د روسیې د بحري ځواک او الوتکو بې ساری فعالیت لیدلی دی.)) ده وویل، د ناټو غړی هېواد پولینډ د حملې له خطر سره مخامخ نه دی او دا چې ښايي د روسیې د دې ډول کارونو موخه دا ده چې وګوري چې په سیمه کې د ناټو ځواکونه څنګه غبرګون یا رد عمل ښيي.

شېمونیاک وویل، په سیمه کې د اوسنیو کړکېچونو له کبله وارسا پرېکړه وکړه چې له امریکا اوږد واټن ویشتونکي توغندي واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG