د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې سختدریځۍ د صوبې امنیت له لوی ګواښ سره مخامخ کړی


د پاکستان بشري حقونو کمېسیون وايي، په بلوچستان کې د مذهبي سختدریځۍ د زیاتوالي له کبله د صوبې امنیت ته لوی ګواښ ولاړ شوی دی.

د بشري حقونو کمېسیون مشرې زهرې یوسف د تېرې پنجشنبې پر ورځ مشال راډيو ته وویل، په بلوچستان کې سختدریځې ډلې د نجونو سکولونه تړي.

د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ هم څو ورځې مخکې په کوټه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په هغې صوبه کې د مذهبي سختدریځۍ د زیاتېدو پخلی کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG