د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي د سولې علمبردار


ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي د سولې علمبردار
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:08:46 0:00

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د نوبېل سولې جایزې تالار دی چې دا ځل بلکې پر لومړي ځل له ټول پښتانه ولسه یوه پښتنه او هغه هم د نوبېل جایزې په تاریخ کې تر ټولو کمعمره د خېبر پښتونخوا له سواته د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ او له هنده د ماشومانو لپاره کارکونکي کېلاش ستیارتي دا جایزه وړي. د نوبېل جایزې بنسټګر الفرېډ نوبېل وو چې د سویډن په سټاکهولم کې پر ۲۱م اکټوبر، ۱۸۳۳م کال زوکړی وو. نوموړي خپله ټوله شتمني د هغو خلکو په نامه کړه چې په نړۍ کې هر کال داسې کسانو ته ورکول کېږي چې په ټولنیزه، سیاسي، اقتصادي، ساینسي او نورو علمي برخو کې یې د ټول بشریت لپاره ځانګړې هڅې کړې وي او په دې لیکه کې سږکال ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي ته هم ولاړ دي. د نوبېل سولې کمېټې مشر تورب جان جګلېنډ په خپله وینا کې ملاله یوسفزۍ او کېلاش ستیارتي د سولې علمبردار وبلل. ملالې په خپله وینا کې وویل، چې نړۍ باید ټانکونه نه بلکې ښوونځي جوړ کړي. کېلاش ستیارتي ستیارتي په خپله وینا کې پر ټوله نړۍ غږ وکړ چې راشئ له نړۍ په ګډه تیاره ختمه کړو: «موږ باید له جهالته د علم پر لور او له تیارې د رڼا پر لور وخوځېږو.« راپور: قاسم خان مندوخېل

XS
SM
MD
LG