د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: ځانمرګي برید شپږ افغان سرتیري وژلي


نن په کابل کې پر يوه پوځي بس په ځانمرګي بريد کې شپږ افغان سرتيري وژل شوي دي. اېسوشي اېټيډ پرېس خبري اژانس د کابل د جنايي څېړنو د څانګې د مشر فريد افضلي له خلې راپور راکوي چې د ولسي وګړو په ګډون لس نور سرتيري ژوبل شوي هم دي.

چاودنه نن (پنجشنبه) سهار د ښار په ختيځ کې د ګڼې ګوڼې پر يوه سړک وشوه. طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

په دا وروستيو څو اونيو کې وسله والو په کابل او شاوخوا سيمو کې پوځي، سفارتي او بهرني تاسيسات په نښه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG